ارګ: د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ هوکړې وروستۍ شوي

د ارګ ماڼۍ وايي چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ ټولې هوکړې وروستۍ شوي او پر دې بحث روان دی چې څنګه عملي شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ کاري لیدنې په نورمال شکل دوام لري او په لویو مسایلو کې دواړه مشران ګډ نظر لري.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:

"د دواړو مشرانو تر منځ کتنې دوام لري کاري لیدنې دي هغه هوکړې چې یې تر منځ شوي ټولې وروستۍ شوي دي او پر دې بحثونه روان دي چې دغه هوکړې له کومو لارو عملي شي او په دې برخه کې کار نورمال دوام لري."

ښاغلي چخانسوري همداراز وویل چې حکومت او په خاصه توګه ولسمشر د انتخاباتو اصلاحاتو د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې رابللو ته ژمن دی.