افغانستان چې د وګړو د عایداتو ډېره برخهیې مالداري جوړوي، د دې هېواد کورني څاروي د بروسلوز یا حیواني محرکې وژونکي ناروغۍ له امله د جدي ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د شمال ختیځ زون د کرنې او مالدارۍ مسؤل محمد غلام ملاخېل نن ازادي راډیو ته وویل چې په عمومي ډول په هرې یوې څاروي لرونکې کورنۍ کې یو څاروي په برسلوز ناروغۍ اخته او یا لهمنځه ځي چې له املهیې څاروي لرونکي او مالداران له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ کېږي.
ښاغلی ملاخېل وایي چې دوی تر دې دمه د افغانستان د شمال ختیځ زون د بېلابېلو ولایتونو په شاوخوا شپېتو ولسوالیو کې چې د برسلوز ناروغي پهکې ډېره مخ پر وده وه د مخنیوي د کمپاین او واکسین چارې پیل کړي دي.
نوموړي وویل چې د دغه کمپاین او واکسین چارې به د هېواد نورو ولایتونو ته چې د برسلوز ناروغۍ ګواښ ورته متوجه دی، وغځوي.