ترکیه وايي، درې پوځیان یې د سوریې په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت له وسلهوالو سختدریځو سره په نښته کې ووژل شول.
د ترکیې پوځ وايي، څلور نور سرتېري پرون سې شنبې د دغه هېواد په ټانکونو باندې په راکټي حمله کې ژوبل شوي دي.
دا هم ویل شوي چې د ترکیې پوځ د سوریې د حکومت تر ملاتړ لاندې دوه وسلهوال وژلي دي.
په سوریه کې د داعش پر ضد د ترکیې د حملو له پیلېدو وروسته د سوریې د خپلواک پوځ جنګالیو د جرابلس د ستراتیژیک ښار په ګډون د ترکیې په پوله کې څو کلي له داعشه نیولي دي.
ترکیې د سېپټمبرپه څلورمه ویلي و چې د داعش جګړه مار د ترکیې - سوریې د پولي په اوږدو کې له وروستیو پاتې سنګرونو ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې د ترکیې پوځیان پر کُرد ځواکونو هم بریدونه کوي.