ظریف سعودي چارواکي پر بې منطقه افراطیت تورن کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف د سعودي عربستان چارواکي د سږکال د حج له مراسمو څخه د ایران د وتلو پر سر په لفظي جګړه کې پر بې منطقه افراطیت تورن کړل.

ظریف پرون په ټویټر کې لیکلي:

"د ایرانیانو او د اکثرو مسلمانانو د اسلام او د هغه بې منطقه افراطیت ترمنځ هېڅ ورته والی نشته چې وهابي مفتي او د سعودي د ترور واعظان یې لري."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا تبصره وروسته له دې وکړه چې د سعودي عربستان سترمفتي عبدالعزیزالاشیخ وویل، ایرانیان مسلمانان نه دي.

د سعودي عربستان سترمفتي دا خبره د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د انتقادونو په ځواب کې وکړه چې ویلي یې و د سعودي عربستان واکمنان د مکې او مدینې سپېڅلي ښارونه او د حج مراسم اداره کولی نه شي.