یو روسی پلاوی نن چهارشنبې مصرته ځي

یو روسی پلاوی نن چهارشنبې مصرته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې ایا مصرته د الوتکو تګ-راتګ بیا پیل کړي او که نه.

روسیې تېرکال په اکتوبر کې د مصر پر سینا ټاپو وزمې د خپلې یوې مسافري الوتکې له لوېدو وروسته مصر ته د الوتکو تګ راتګ ودراوه.

د مصر د ملکي هوايي چلند وزیر پرون سې شنبې وویل، د روسي متخصصانو پلاوی به د مصر له لوري د مصؤنیت لپاره ترسره شوې تخنیکې او امنیتي اصلاحات له نېږدې وګوري.

روسۍ الوتکه د سور سمندرګي په غاړه د شرم الاشیخ له تفریحي ښاره د روسیې سن پیټرزبورګ ښار ته روانه وه چې پر سینا ټاپو وزمه ولوېده او ۲۲۴ تنه سپرلۍ یې مړه شول.

د اسلامي دولت یا داعش سخت‎دریځې ډلې د الوتکې د غورځولو مسؤلیت په غاړه واخېست، ویې ویل چې د هغې په منځ کې یې بم ایښی و.