د امریکا پوځ وايي، د یمن مرکزي برخه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د القاعده شبکې د عربي ټاپو وزمې ۱۳ غړي ووژل شول.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ پرون سې شنبه ناوخته وویل چې دا یاغیان د اګسټ له ۲۴ مې د سېپټمبر تر څلورمې په درېيو هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نهدي ویلي، خو وايي، د القاعده شبکې د عربي ټاپو وزمې پر غړو بریدونه پر دې شبکې فشار پر لهپسې زیاتوي او د هغوی له لوري پر امریکایانو د بریدونو مخه نیسي.