د افغانستان دفاع وزارت وایي، په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، خو د ملکي خلکو خوندیتوب تهیې پخوا هم پام کړی او په راتلونکي کې هم ورته لومړیتوب لري.
د ښاغلي رادمنش په خبره دا مهال د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د وسلهوالو د ځپلو په هدف اوولس عملیات روان دي چې له کبلهیې وسلهوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.