کندهار کې د درسي کتابونو کمبود په اړه اندېښنې

په کندهار کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو چې دلته شاوخوا دوه سوه دوه اویا زره زده‌کوونکي درسي کتابتونه نه‌لري.

که څه هم د پوهنې وزارت، د کندهار د ښوونځیو لپاره زرګونه جلده کتابتونه چاپ کړي، خو د دغه ولایت د ولایتي شورا وکیلان وايي چې دغه کتابونه تر اوسه دغه ولایت ته نه‌دي انتقال شوي.

د کندهار ولایتي شورا غړي، سید احمد سیلاب له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دغه کتابتونو د انتقال لپاره‌يې هڅې کړي، خو وزارت په یوه او بله بهانه، د دغه کتابونو په انتقال کې ځنډ او خنډ پېښوي.

د پوهنې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.