اتل: د جاني‌خېلو بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په پکتیا کې د جاني‌خېلو ولسوالۍ له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته وشوه.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل وايي چې له شاوخوا درې ۳۶۰ کورنیو سره په مرسته شویو توکو کې کمپلې او خوراکي توکي شامل دي.

ښاغلی اتل وايي چې د جاني‌خېلو ولسوالۍ ته حکومتي پلاوی هم تللی څو هلته ملکي خلکو ته اوښتي تاوانونه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

وړاندې د پکتیا سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو چې په جاني‌خېلو کې د جګړې له کبله شاوخوا اووه سوه کورنیو ته زیان اوښتی دی.