نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت: سږ کال د کوکنارو کښت زیات شوی

په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت سږ کال په ‎دې هېواد کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو خبر ورکړ.

د دې وزارت د پالېسۍ او د چارو د هماهنګۍ مرستیال جاوید احمد قایم پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی سروې ګانې څرګندوي چې سږکال په افغانستان کې د نورو کلونو په پرتله، زیات کوکنار کرل شوي دي.

خو هغه څرګنده کړه چې په‎ دې اړه رسمي ارقام به د پنجشنبې په ورځ اعلان کړي.

جاوید احمد قایم:

"د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر ضد د مبارزې وزارت هر کال د امریکا او ملګرو ملتونو په مرسته سروې کوي. خو مخکې تر دې چې پایلې یې اعلان شي، په‎ دې چاره کې له ښکېلو خواوو سره څېړل کېږي."

د ښاغلي قایم په وینا، په افغانستان کې د کوکنارو د سږني کښت په اړه د سروې پایلې به نن چهارشنبه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې مطرح او وڅېړل شي.

دې چارواکي ټینګار وکړ چې د امنیت خرابېدل او د مخدره موادو له کښت سره د مبارزې لپاره د نړیوالو مرستو کمېدل د کوکنارو د کښت د زیاتېدو عمده عوامل دي.

افغانستان په نړۍ کې د اپینو یا تاریاکو له سترو تولیدوونکو دی.