روزن بلوم: ازبکستان غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې ثابتې وساتي

یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي چې ازبکستان غواړي له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې ثابتې وساتي.

له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ اخیستلو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د ازبکستان په مشرتابه کې بدلون راځي.

د منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دانیل روزن بلوم وروسته له هغه دا څرګندونې کړي چې پرون یې په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.

روزن بلوم د ازبکستان د پخواني ولسمشراسلام کریموف د مړینې له کبله د خواخوږۍ لپاره تاشکند ته تللی دی.

دغه امریکایي چارواکی زیاتوي چې متحده ایالات د ازبکستان د ملي حاکمیت، امنیت، راتلونکي او د خلکو د حقونو د خوندي کولو د ضمانت په برخه کې ژمنتیا لري.