افغان چارواکي وايي، د فاع وزارت مخې ته د تېرې ورځې په انتحاري او بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته رسېدلې دی.
د دفاع وزارت لخوا نن په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې پینځه دولتي منسوبین او پاتې ملکي وګړي دي.
د دفاع وزارت په وینا په دې پېښه کې همدارنګه تر سلو ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
دفاع وزارت همدارنګه د تېرې ورځې پېښې په سختو ټکو غندلي او ټينګار کوي چې په هېواد کې به د تروریستانو ځالې له منځه یوسي.
په اعلامیه کی راغلي چې د تېرې ورځې بریدونکو په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
تردې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د دفاع وزارت مخې ته په پرونیو بریدونو کې کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي و.
د دفاع وزارت مخې ته د انتحاري حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی.