روحاني: د افغانستان او ایران تر منځ ریل پټلۍ کار پیلېږي

د افغانستان فواید عامې وزارت وایي چې د ایران افغانستان تر منځ د ریل پټلۍ ساختماني کار به سبا رسماً پیل شي.

د دغه وزارت ویاند محمد مهدي روحاني نن ازادي راډیو ته وویل چې د ایران د خواف او هرات ولایت تر منځ ریل پټلۍ په جوړېدو سره به د ایران او افغانستان تر منځ د صادراتو او وارداتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلی روحاني وايي:

"د افغانستان-ایران تر منځ د دغې ریل پټلۍ په جوړولو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو چارې په کم لګښت کم وخت او په یو ځل بار اخیستنې او تخلیې سره ترسره کېږي."

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې د خواف-هرات تر منځ د ریل پټلۍ دوه حصې د ایران او د شاوخوا ۱۳۰ کېلو مترو په اوږدوالي نورې دوې حصې یې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.

د دغې ریل پټلۍ د جوړېدو لګښت د ایران له‌خوا ورکول کېږي.