په کابل کې د پاملرنې مرستندویې مؤسسې پر مېلمستون د تېرې شپې له حملې وروسته دا مؤسسه وایي چې دغې پېښې سخت اندېښمن کړي دي.
د دغې مؤسسې لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده پېښه د دغې مؤسسې تر څنګ شوې او دا مؤسسه روان وضعیت څاري.
که څه هم دغې مؤسسې په خبرپاڼه کې نهدي ویلي چې دا برید به د دوی په کارونو هم ناوړه اغېز ولري او که نه خو وایي چې په دې پېښه کې دې مؤسسې ته زیان رسېدلی دی.
د پاملرنې خیریه مؤسسه له ۱۹۶۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پاملرنې مؤسسې پر مېلمستون د تېرې شپې په حمله کې یو ملکي وګړی وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې نهدی منلی.