د پکتيا په مرکز ګردېز کې د نېږدې ۲۲ ميلیونه افغانيو په لګښت د يو تفرېحي پارک جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه پارک د کار د پرانيستنې مراسمو کې د پکتيا والي نصرتالله ارسلا وويل چې د دې پارک د جوړېدو له چارو به خپله څارنه کوي.
نوموړي وویل چې په پکتيا کې به د نورو پارکونو د جوړېدو لپاره زمينې برابرې کړي او هڅه به وکړي چې ډېر ژر د ځوانانو د سالمو بوختياوو او تفرېح لپاره نور نوي تفرېح ځايونه جوړ کړي.
د ګردېز ښاروال عصمتالله خالد وویل چې د دغه پارک ټول لګښت د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي.
پخوا تر دې په ګردېز ښار کې يوازې یو تفرېحي پارک موجود و.
د پکتیا اوسېدونکي د یاد پارک د کار په پیلېدو سره خوښي ښيي.