د افغانستان دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۶۱ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، جوزجان، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.
دفاع وزارت وایي، د یادو عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۱۵سرتېري هم وژل شوي.
تر دې وړاندې هم افغان ځواکونو د وسلهوالو مخالفانو د ځپلو په هدف بېلابېل عملیات کړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.