د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شهرنو سیمه کې د تېرې شپې چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۶ نور تپیان شوي دي.
دغه حمله د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د کابل بانک شاته پر یوه بهرني مېلمستون شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یادو څرګندونو تر څنګ ازادي راډیو ته ویلي چې له دغې حملې او وسلهوالې نښتې څخه د مېلمستون ۳۱ تنه مېلمانه ژوندي او سلامت ژغورل شوي دي.
د دغې چاودنې په تعقیب نن سهار هم د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی چې د چارواکو په وینا دا هم په یاده سیمه کې وه.
په کورنیو چارو وزارت کې یو امنیتي مقام چې ویې نهغوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دغه وسلهواله نښته لا تر اوسه هم نهده محار شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له ماسپښین وروسته په کابل کې د دفاع وزارت مخې ته هم دوه انتحاري حملې وشوې چې د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې ۲۴ کسان پهکې وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.
د وروستیو حملو مسؤلیت چا پر ځان نهدی منلی خو د دفاع وزارت مخې ته د انتحاري حملو مسؤلیت وسلهوالو طالبانو پر ځان منلی دی.