د امریکا متحده ایالتو د شمالي کوریا لهخوا د جاپان په سمندرګي کې د درې بالسټیک توغندیو ویشتل "په سختو ټکو" غندلي او پر پیونګ یانګیې غږ کړی چې د داسې اقداماتو څخه دې ډډه وکړي چې په سیمه کې ترینګلتیا زیاتوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یو بیان کې ویلي:
"پر شمالي کوریا غږ کوو چې له داسې اعمالو او ناندریو چې په سیمه کې ترینګلتیا نوره هم زیاتوي ډډه وکړي او پر ځای دې د خپلو نړیوالو مسؤلیتونو او ژمنو پر پوره کولو تمرکز وکړي."
د شمالي کوریا لهخوا پرون دوشنبه د دې توغندیو ویشتل په دې کال د دې هېواد لهخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیک څخه د سرغړونو تازه مورد و.
ډیپلوماټانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن سې شنبه غونډه وکړي څو د شمالي کوریا د دې سرغړاوي په وړاندې پر عکسالعمل غور وکړي.
د شمالي کوریا لهخوا د دې کال په پیل کې د یوې اټمي ازموینې په شمول د څو نورو ازموینو له کبله د کوریا په ټاپو وزمه کې ترینګلتیا زیاته شوې ده.