د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، نن سې شنبه ازبکستان ته ځي او هلته به د دې هېواد د پخواني ولسمشر اسلام کریموف قبر ته درناوی پر ځای کړي.
د پوتین په وینا د کریموف مړینه د ازبکستان لپاره یوه ستره ضایعه ده.
د روسیې ولسمشر چې د شل بډایو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی هلتهیې خبریالانو ته ویلي:
"هیلهمن دی چې د ازبکستان نوی مشرتابه به په دې هېواد کې ثبات وساتي."
اسلام کریموف چې د تېرو ۲۷ کلونو راهیسې یې د ازبکستان دولت مشري کوله ۱۰ ورځې مخکې د مغزي خونریزۍ له کبله په روغتون کې بستر شو.
د دې هېواد چارواکو درې ورځې مخکې تائید کړه چې کریموف مړ شو.
نوموړی ۷۸ کلن و دوه لوڼې او یو زوی ترې پاتې دي.