افغان چارواکي وايي، د صافي هوايي شرکت الوتنې به نن سې شنبې بېرته پیل شي.
د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادارې پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل:
"د صافي هوايي شرکت پرون د مالیې له وزارت سره توافق کړی چې د دې شرکت ټوله باقیداري به د میاشتنیو قسطونو په ترڅ کې ورکړي."
تر دې مخکې ویل شوي و چې د صافي هوايي شرکت لهخوا د مالیې د نهورکولو له کبله د دې شرکت کورنۍ الوتنې سر له نن ورځې سې شنبې او بهرنۍ الوتنې بهیې د پنجشنبې له ورځې بندېږي.
خو اوس د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، د صافي د هوايي شرکت او مالیې وزارت تر منځ له شوي توافق سره د دې شرکت په الوتنو بندیز لیرې کېږي او د سې شنبې له ورځې د دې شرکت کورنۍ او بهرنۍ الوتنې د پخوا په شان دوام کوي.