د سعودي عربستان دفاع وزارت مرستیال ژمنه کړې چې هېواد بهیې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د امنیت او ثبات په ټېنکښت کې همکاري وکړي.
د ارګ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې محمد عبدالله المزید پرون په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.
خبرپاڼه د سعودي عربستان د دفاع وزیر مرستیال له خولې زیاتوي:
"افغانستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او دا هېواد د ترهګرۍ قرباني دی."
نوموړې ویلي، د اړتیا په صورت کې به عربستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ارګ خبرپاڼه په دې لیدنه کې د ولسمشر غني له خولې وايي:
"د نړۍ ټول هېوادونه په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونه باید په ډلهییزه توګه د ترهګرۍ د مفکورې پر ضد مبارزه وکړي."
ولسمشر غني یو ځل بیا ترهګري یوه نړیواله پدیده بللې او پر ضد یې په ګډو نړیوالو هڅو او د ترهګرو د سرچینو په لهمنځه وړلو ټینګار کړی دی.