بشري چارو کې د "م.م" عمومي منشي مرستیال افغانستان ته راځي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال سټیفن اوبرائین نن سې شنبې افغانستان ته رسېږي او دغلته به پر بشري وضعیت د اوږدمهاله جګړې اغېزې او د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو لپاره د چمتووالي هڅې له نېږدې وارزوي.

د ملګرو ملتونو له دفتره یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په بشري چارو کې د دې سازمان د عمومي منشي مرستیال به افغانستان ته د خپل دې دوه ورځني سفر په ترڅ کې له بې‌ځایه شویو کډوالو، لوړپوړو حکومتي چارواکو او بشري فعالانو سره وګوري.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د جګړو له امله ۱۲۰۰ زره وګړي په کور دننه بې‌ځايه شوي.

دا اداره همدارنګه اټکل کوي چې یوازې د روان کال په ترڅ کې به د دې کال تر پایه افغانستان ته د راستنېدونکو او په کور دننه بې‌ځایه شویو افغان کډوالو شمېر تر یو میلیون واوړي چې دا به په راتلونکي ساړه ژمي کې افغانستان د یو احتمالي بشري ناورین سره مخ کړي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې ناڅاپي زیاتوالي دغلته د بشري مرستو رسوونکې ادارې اړ کړي چې د یو احتمالي بشري ناورین د مخنیوي لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه وکړي او داسې یو وضعیت سره د مبارزې لپاره چمتو واوسي.