د بغداد په مرکزي برخه کې پرون په یوه موټر بم چاودنه کې چې مسؤلیتیې د اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی، د پولیسو او روغتیایي کارکوونکو په وینا لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
له داعش سره تړلې اعماق خبري اژانس وویل، ځانوژونکي په کارادا سیمه کې عبدالمجید روغتون ته نېږدې د شیعهګانو یوه غونډه په نښه کړې وه.
پولیسو او د روغتون سرچینو وویل، په دغې چاودنه کې لږ تر لږه پنځلس تنه ټپیان شوي او د دې وېره شته چې د مړو شمېر زیات شي.