په سوریه کې د حکومت تر کنټرول لاندې طرطوس، دمشق او حمص ښارونو کې څلور چاودنې شوي دي.
د سوريې دولتي خبري اژانس نن ويلي چې لومړی غبرګې حملې له د طرطوس ښار سره نږدې وشوې.
د سوريې دولتي تلويزيون ويلي چې لومړۍ چاودنه د موټر بم په وسيله او دوهمه د ځانمرګي بريدکوونکي په وسيله وشوه.
دوهمه حمله د لومړۍ حملې قربانيانو د ژغورونکو پر ټيم وشوه.
دغه رسنۍ همداراز ويلي چې يوه موټر بم په حمص کې هم د باب تدمر په خوله کې وچاودېد.
د سوريې د بشري حقونو ادارې چې په بریتانيا کې مېشته ده، وايي، د حمص بمي چاودنه د سرتېرو پر يوه پوسته شوې چې پکې دوه افسران وژل شوي دي.
د سوريې دولتي تلويزيون ويلي چې صبوره ښار ته نږدې هم یوه چاودنه شوې ده.