د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د روسیې ولسمشر ولادي مير پوتین په چين کې د جي شل اقتصادي هېوادونو د سرمشريزې تر څنګ سره ولیدل.
امريکايي چارواکو نن ويلي چې د دغې غونډې جزئيات به د ورځې په اوږدو کې خپاره شي.
د کريملن وياند دمتري پيسکوف خبریالانو ته وويل چې پوتين او اوباما د سوريې او اوکراین په اړه خبرې وکړې.