د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د ازادو بندرونو په برخه کې د ایران ولسمشر له سلاکار اکبر ترکان او د چاه بهار د بندر رئیس ښاغلي عبدالرحمان کُردي سره کتلي دي.
د دغه وزارت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده ناسته کې د چاه بهار بندر د کارونو پرمختګ، کانونو، ټرانزیټ، تجارت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ په رامنځته کېدو او د ګډې پانګونې په اړه خبرې شوې دي.
تمه ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ریل پټلۍ د دریمې لیکې جوړېدل په روانې اوونۍ کې د افغانستان او چارواکو لهخوا پرانيستل شي.
دا پهداسې حال کې ده چې د چابهار بندر د پراختیا په اړه مهم تړون د افغانستان، ایران او هندوستان ولسمشرانو ترمنځ د روان کال د جوزا په میاشت کې په تهران کې لاسلیک شو.