د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې یو چکی شرکت غواړي په دغه ولایت کې د سمېنټو پر یوه پروژه پانګونه وکړي.
د دغې خونې مرستیال سیروس علاف نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال د دغې پروژې د عملي کولو لپاره یوه سروې ترسره کېږي چې راپور بهيې ډېر ژر له ولسمشر سره شریک شي.
د ښاغلي علاف په خبره دغه شرکت غواړي چې د افغاني شرکتونو په مرسته پر دغې پروژې پانګونه وکړي.