حکیمي او بریتانوي پلاوي بروکسل ته پر چمتووالي خبرې وکړې 

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د بریتانیا د نړیوالې پراختیا له وزیر روري سټیوارټ او په افغانستان کې د بریتانیا سفارت چارواکو هر یو ډومینیک جرمي او صوفیه کنکټ سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکتل.

د مالیې وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لوریو په یاده ناسته کې د مالیې وزارت پر لومړیتوبونو، ملي عوایدو، له فساد سره پر مبارزې او د بروکسل کنفرانس ته د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

اعلامیه وايي چې د مالیې وزیر د بریتانیا پلاوي ته د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي او هغو کارونو په اړه چې تراوسه ترسره شوي دي، معلومات ورکړل.

سرچینه زیاتوي چې د بریتانیا پلاوي همدارنګه له افغانستان سره د اوږدمهالي لپاره د خپلې ملګرتیا او پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې د مرستو ژمنه تازه کړه.

د مالیې وزیر د مختلفو هېوادونو له چارواکو، سفیرانو او د نړیوالو ادارو له استازو سره لیدنې کوي چې د بروکسل کنفرانس کې د پراختیایي پروژو لپاره د دوی ژمنې او مرستې جلب کړي.