په ایران کې د ښځو د حقونو فعاله بهاره هدایت په زندان کې د شپږ کاله حبس له تېرولو وروسته پرون خوشې شوه.
د بهارې خاوند امین احمدیان پرون د نوموړې د خوشې کېدو خبر پر خپله انسټاګرام پاڼه خپور کړ او ویېلیکل باور نهشي کولای چې مېرمن بهیې خوشې شوې وي.
بهاره هدایت د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې چې محمود احمدي نژاد وګټل د لسګونو اصلاح غوښتونکو محصلینو په ډله کې وه خو له انتخاباتو وروسته د مظاهرو د ځپلو پر مهال ونیول شوه.
بهاره د ملي امنیت پر ضد د اقدام او د ایران مذهبي مشر او ولسمشر ته د سپکاوي په ګډون د ګڼو تورونو په خاطر په اووه نیم کاله حبس محکومه شوې وه.
د بشري حقونو مدافع ډلو په وار-وار د نوموړې د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.