ییلدرم: د ترکیې او سوریې سرحد کې له پرتو سیمو داعش ایستل شوي

د ترکیې صدراعظم بن‎ علي ییلدرم وايي، ترکي ځواکونو او د سوریې حکومت وسله‎والو مخالفینو اسلامي دولت ډله یا داعش د ترکیې او سوریې په ګډ سرحد کې له پرتو سیمو څخه ایستلې ده.

ییلدرم کرد مېشتې دیارباقر ښار ته د سفر پر مهال په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، له ازاز «Azaz» څخه تر جرابلس «Jarabulus» پورې د دواړو هېوادونو تر منځ په ۹۱ کېلو متره سرحد کې امنیت ټینګ شوی او ټولې ترورېستي ډلې په شا تمبول شوي دي.

ییلدرم همداراز د ترکیې په شمال کې د کرد وسله‎والو پرمختګ په اړه خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې ترکیه به د سوریې په شمال کې د کُرد جنګیالیو پرمختګ ته اجازه ورنه‌کړي.

ښاغلي ییلدرم زیاته کړه:

"موږ به هېڅکله د سوریې په شمال کې د یوه تصنعي حکومت جوړېدو ته اجازه ورنه‎کړو."

د ییلدرم اشاره د سوریې په شمال کې د «YPG» په نوم کُرد وسله‎والو پرمختګ ته وه.

ترکیه «YPG» ترورېستي سازمان او د کُردستان کارګرانو ګوند «PKK» سره تړلې ډله بولي.

په همدې حال کې د سوریې بشري حقونو څار ټولنه وايي، وروسته له دې چې د ترکیې او سوریې په ګډ سرحد کې پرتې سیمې د داعش ډلې له ولکې ووتې، له ټولې نړۍ سره‌یې اړیکې پرې شوې دي.

د سوریې بشري حقونو څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، د بشارالاسد د رژیم وسله‎والو مخالفینو له ترکیې سره په سرحد کې پراته ګڼ شمېر کلي وروسته له هغه د ترکي پوځ د ټانکونو او الوتکو په مرسته ونیول چې د داعش وسله‎والو سیمه پرېښوده.