د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند حکومتي ځواکونو او مظاهره کوونکو تر منځ په شخړو کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د هند امنیتي ځواکونو د هندي کشمیر مرکز سرېنګر شاوخوا اویا کېلومترۍ کې د شوپیان په سیمه کې د هغو زرګونو مظاهره کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او هوایي ډزو کار واخیست چې ډبرې یې وارولې او دولتي ودانۍ تهیې اور ورته کړ.
د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ دغه اخ و ډب پرون په داسې حال کې رامنځته شو چې په دغې سیمه کې د وضعیت عادي کېدو لپاره د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هڅو په ترڅ کې له نوي ډهلي سیمې ته استول شوي د هند پارلمان وکیلانو له یوې ډلې د کشمیر جلا غوښتونکو مهمو مشرانو له کتنې ډډه وکړه.
دغو مشرانو په ګډه یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې غوښتنه کړې چې د هند حکومت باید د جمو کشمير سیمې د اوسېدونکو خودمختارۍ اساسي حقونو ته ځواب ووایي.