جرمني کې د کډوالو مسئلې په اړه انتخابات پيل شوي

د جرمني په میکلینبورګ ورپومیرن Mecklenburg-Vorpommern ایالت کې انتخابات پیل شوي دا هغه ایالت دی چې ویل کېږي، د جرمني د صدرعظمې انګلا میرکل ګوند به د کډوالو د مسلې په خاطر رایي وبایلي.

نظرشمېر نې ښیي چې هغې مخ په زیاتیدونکې نا رضاتیې ته په پام سره چې د میرکل او د کډوالو لپاره د هغې د ورخلاصې پالیسۍ پرسر راپورته شوې، د جرمني د کډوالو ضد بدیل ګوند به ډېرې رایې وګټي.

دغه ننني انتخابات یوکال وروسته له هغې ترسره کېږي چې په همدې ورځ انګلا میرکل د کډوالو لپاره د جرمني د پولو د پرانیستلو پریکړه کړې وه.

د دغې پریکړې په اساس په سلګونو زره کډوال د جرمني خاورې ته ننوتل.

په لومړي سرکې د هغې دغه پریکړه وستایل شوه خو وروسته وضعیت بدل شواو په دې اړه چې دغه هېواد ته چې د اروپا ستراقتصادي قدرت دی، ورغلي له یومیلیون زیات کډوال به څرنګه په ټولنه کې جذبوي، پرسراندیښنې راپورته شوې.

میکلینبورګ ورپومیرن Mecklenburg-Vorpommern چې د میرکل اصلي ټاټوبی دی، د جرمني په شمال ختیځ کې یو کوچینی ساحلی ایالت دی چې ۱،۳ میلیون وګړي یې د رایې ورکولو مستحق پیژندل شوي.

هغه یو د جرمني له کم نفوسه او له ترټولو بې وزلي ایالت څخه ګڼل کېږي.

بل ځل انتخابات دوه اوونۍ وروسته په مهم ښاربرلین کې چې مستقل ایالت دی، ترسره کېږي او ورپسې عمومي انتخابات د راتلونکې کال په سپټمبرمیاشت کې ترسره کېږي.