چارواکي: هلمند کې ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو سره نښته کې د یو طالب قوماندان په ګډون ۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د هلمند والي له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دولت وسله والو مخالفینو په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۶۰۱ نمبر شهرا اړوند په امنیتي پوستې برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.

اعلامیه وايي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابي برید کې د وسله والو طالبانو قوماندان نوراني د خپلو پنځو تنو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.