اوباما سوریه کې د روسیې رول کلیدي دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وایي، په سوریه کې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره یوې موافقې ته په رسیدو کې د روسیې رول کلیدي دی خو خبرې اترې ستونزمنې دي.

اوباما نن د چین په هانګژو ښارکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ تراوسه ژور اختلافات شته.

اوباما وویل، تراوسه موږ دې مرحلې ته نه یو رسیدلي، زما په فکر دا به له وخته مخکې وي چې ووایو مخکې لاره روښانه ده خو لږترلږه زموږ لپاره د دې فرصت شته چې یو څه پرمختګ وکړو.

اوباما دا څرګندونې په چین کې د اقتصادي شلو هېوادونو د سرمشریزې ترڅنګ وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کری او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګې لاوروف د یوې موافقې پرسر چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې او نورو سخت دریځو په وړاندې جګړه کې د روسیې او امریکا پوځي همکاري پیاوړي کوي، له څو اونیو راهیسې خبرې مخ ته وړي دي.

په یوې احتمالي موافقه کې به په سوریه کې محاصره شویو سیمو ته د مرستو رسولو شرایط هم یقیني کېږي او هم ښایي د ولسمشر بشارالاسد حکومت له دې منع کړي چې پرهغو سیمو بمباري ونه کړي چې د امریکا ملاتړي یاغیان په کې فعالیت مخ ته وړي.