اوباما: د ترکیې د پولې خوندي کول مهم دي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ویلي چې دا ډېره مهمه ده چې له سوریې سره د ترکيې د پولې د خوندې کولو کار بشپړشي.

دواړه مشرانو نن د چین په هانګژو کې د شلو اقتصادي هېوادونو د سرمشریزې په څنګ سره وکتل.

اوباما وویل د ترکیې د پولې خوندي کول ځکه مهم دي چې له سخت دریځې اسلامي ډلي سره یوځای کېدونکي کسان به له همدې پولې سوریې ته اوړي.

اوباما دغه راز وویل چې د سوریې د کډوالو د ستونزو د هواري بار باید یوازې ترکیه په اوږو یونسي.

دا په ترکیه کې له ورستۍ ناکامې کودتا وروسته له اردوغان سره د اوباما لومړنۍ کتنه ده.

د امریکا ولسمشر وویل، ده د رژیم د بدلولو لپاره دغه هڅه غندلې او له ترکیې سره به کاروکړي چې دا مسله یقني شي چې د دغې ناکامې کودتا مسولین عدالت ته را وکاږل شي.