د پلخمري-دوشي لویه لاره چې نن سهار د وسلهوالو مخالفینو د برید له کبله تړل شوې نن یکشنبه لس بجې بېرته خلاصه شوه.
د دوشي ولسوال شمسالدین سرحدي ازادي راډیو ته وویل چې لاره خلاصه شوې او وسلهوال مخالفین له سیمې څخه په تېښته کې دي.
نوموړي وسلهوالو او یا هم افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونهویل.
وسلهوالو مخالفینو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.