غني: حکومت له پوره چمتووالي سره بروکسل ناسته کې ګډون کوي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت به له پوره چمتووالي سره د بروکسل په ناسته کې ګډون وکړي.

ښاغلي غني دغه موضوع نن په کابل کې د حکومتي لوړپوړو چارواکو په ګډه ناسته کې بیان کړه.

ولسمشر غني یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې افغان حکومت د فساد د له‌منځه وړلو لپاره جدي اراده لري او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم لري.

بروکسل غونډه به د اکتوبر په میاشت کې د بلجیم مرکز کې وشي او تر ډېره به په دغې ناسته کې ګډونوال له افغانستان څخه د مالي او اقتصادي مرستو پر دوام بحثونه وکړي.