د پکتیا چارواکي وايي، د جانيخېلو ولسوالۍ څخه بېځایه شویو کورنیو تهیې د مرستو رسولو بهیر پیل کړی دی.
د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دولتي هئیت په څمکنیو ولسوالۍ کې دی، څو د بېځایه شویو کورنیو دقیق شمېر معلوم کړي.
اتل زیاته کړه چې یوه اندازه خوارکي مواد دې بېځایه شویو کورنیو ته استول شوي او ډېر ژر به پرې ووېشل شي.
د نوموړي په وینا په دې خوراکي موادو کې وریژې، لوبیا، اوړه او غوړي شامل دي.
د پکتیا د والي ویاند وویل چې د جانيخېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات دوام لري.
د پکتیا دا ستراتیژیکه ولسوالۍ چې له خوست ولایت سره هم تړلې، یوه اوونۍ مخکې وسلهوالو طالبانو ونیوله.