د کندهار د کار ټولنیزو چارو او معلولینو رئیس نظر علي قاطع د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چي نظر علي قاطع تېره ورځ د نامعلومو کسانو لهخوا لومړی تښتول شوی او وروسته د دوهمې عینو مېنې په پای کې وژل شوی دی.
د خپلواک په وینا د قاطع موټر نن سهار د زابل په مرکز قلات ښار کې د یوه کس سره یوځای نیول شوی چې اوس د پلټونو لپاره د پولیسو په توقف کې دی.
نظر علي قاطع چې خپله هم معلول وو، د تېرو څلورو کلونو راهیسې د کندهار د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس و.
تر دې مهاله چا د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.