د غزني ښار کابل اډې سره شېبه مخکي چاودنه شوې ده.
د ازادي راډيو خبریال د عیني شاهدانو له خولې وایي چې چاودنه د پولیسو په موټر شوې ده.
تراوسه د چاودنې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه جزیات نشته خو ویل کېږي چې چاودنه په هغه ساحه کې شوې، چېرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده.
تر دا مهاله ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.