دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۷۹ وسله وال وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، پروان، غزني، پکتیا پکتیکا،خوست، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوې دي.

دفاع وزارت وایي، د دغو عملیاتو پرمهال د ملي اردو لس سرتېري هم وژل شوې دي.

دفاع وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر سېمو کې ورته عملیات ترسره کړي او لسګونو وسله والو مخالفانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.