افغان ولسمشر اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف په مړینه خواشیني ښودلې او د ازبکستان خلکو او د کریموف کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.
د ارګ څخه یوې خپرې شوې خبرپاڼې د ولسمشر اشرف غني له خولې ویلي، اسلام کریموف په تېرو دوو لسیزو کې د ازبکستان د ولسمشر په توګه د خپل هېواد خلکو ته ډېر خدمات ترسره کړي او باور لرم چې د ازبکستان خلک به د خپل ولسمشر خدمتونه او لاس ته راوړنې په یاد ولري.
ولسمشر غني زیاته کړې چې د کریموف رول نه یوازې له افغانستان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې، بلکې د سیمه ییزو اړیکو په پراختیا کې هم د پام وړ و.
د ازبکستان دولتي تلویزون پرون ماښام د دې هېواد د اوږدې مودې د ولسمشر اسلام کریموف د مړینې خبر ورکړ.
ویل کېږي چې نوموړې د مغزې سکتې له کبله مړ شوی دی.
د اشوشییټید پریس خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې ویلي چې ولسمشر ارشف غني به د یکشنبې په ورځ د اسلام کریموف د تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي.
خپله د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.