د ازبکستان دولتي تلویزیون د اسلام کریموف مړینه اعلان کړه

د ازبکستان دولتي تلویزون تېره شپه د دې هېواد د اوږدې مودې د ولسمشر اسلام کریموف د مړینې اعلان وکړ.

کریموف څو ورځې مخکې مغزې سکته کړې وه، که څه هم له ازبکستان څخه په ورکړل شویو راپورونو کې لا دمخه د نوموړي د مړینې خبر ورکړل شوی و خو، د دې هېواد چارواکو پرون ماښام په رسمي توګه تایید کړه چې اسلام کریموف مړ شوی دی.

د ازبکستان د دولتي تلویزون له خوا د دې هېواد د کابینې او پارلمان هغه اعلامیه خپره شوه چې په کې کریموف ستر تاریخي شخصیت بللی شوی.

د ازبکستان دولتي تلویزون همدارنګه وویل چې د کریموف د تدفین مراسم به د شنبې په ورځ د نوموړې د زوکړې په ښار سمرقند کې ترسره شي.

د تلویزوني خپرونې وړاندې کونکي وویل:

”هماسې چې زموږ د ګران ولسمشر ارزو وه، نوموړی به له اسلامي اصولو سره سم د سپټمبر په درېیمه نېټه د هغه په اصلي ښار سمرقند کې چیرې یې چې مور پلار دفن دي خاورو ته وسپارل شي، د ازبکستان د لومړي ولسمشر د جنازې مراسم به هم د شنبې په ورځ د سمرقند په ښار کې ترسره شي.“

د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزیایف د کریموف د تدفین د مراسمو د تنظیم د کمېسیون مشر ټاکل شوی دی.

کریموف کوم څرګند ځای ناستی نه لري، دا هم څرګنده نه ده چې دا مهال د منځنۍ اسیا د نهه ویشت میلیونه نفوس لرونکي دې هېواد رهبري د چا پر غاړه ده.

د ازبکستان د اساسي قانون له مخې، که چیرې ولسمشر نه شي کولی چې خپله دنده پر مخ یوسي نو ددې هېواد د پارلمان د مشرانو د جرګې رئیس به د درې میاشتو لپاره د ولسمشر چارې سنبالوي.