موغیریني: د اوکراین ختیځ کې اوربند مراعتېږي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیډریکا موغیریني وايي، د اوکراین په ختیځ کې شوی اوربند مراعتېږي.

دغلته له ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل د میاشتې راهیسې د حکومتي ځواکونو او روس پلوو بېلتون غوښتونکو ترمنځ جګړو کې تر نهه نیم زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د سلواکیا په مرکز بریتیڅلوا کې د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې د اته ویشت غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره له غونډې وروسته موغیریني وویل، هیله لري چې دا وضیعت به نه یوازې د نوي تعلیمي کال د پیل په خاطر داسې وي بلکې په همدې توګه به دا اوربند دوام وکړي.

د اوکراین په اړه د تماس یوې درې اړخیزې ډلې چې په کې اوکراین، روسیه او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان شامل دي تېره اوونۍ د سپټمبر په لومړۍ نېټه دغلته د نوي تعلیمي کال د پیل سره په یو وخت د اوربند یوه موافقه رامنځ ته کړه.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اوربند ورته موافقه شوې وه چې تر یوې اوونۍ یې هم کم دوام وکړ.