بلخ کې سږکال د بادامو حاصلات ډېر شوي

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې سږکال د بادامو په محصولات کې زیاتوالی راغلی دی.

د سوداګرۍ ریاست مشر شیراحمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې بلخ او سمنګان هغه ولایتونه دي چې تر نورو ولایتونو په کې زیات بادام تولیدیږي.

خو په دې اړه یې دقیق ارقام ورنه‎کړل.

دغه راز په بلخ کې د بادامو باغدران وایي چې دوی هڅه کوي په نړیوالو سټنډرډونو د بادامو بسته بندي وکړي او نورو هېوادونو ته یې صادر کړي.