د ازبکستان کابینه: د اسلام کریموف روغتیایي وضعیت نازک دی

د ازبکستان کابینې نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسمشر اسلام کریموف روغتیایي وضعیت له دماغي خونریزۍ وروسته نازک دی.

دغه خبرپاڼه د ازبکستان په رسمي نارودنایا سلووا ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کریموف د اګسټ په ۲۴ له دماغي خونریزي وروسته په روغتون کې بستر شوی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې روغتیایي وضعیت ډېر خراب شوی چې ډاکټرانو هغه خطرناک بللی.

خو رويټرز خبري اژانس د درېيو ډیپلوماټيکو سرچينو له خولې راپور ورکړی چې کريموف مړ شوی دی.

د ده د مړينې په اړه شکونه هغه مهال زیات شول چې د کریموف د پلرني ټاټوبي سمرقند ښار په بېلابېلو سیمو کې د پاکولو چارې پیل شوي، لارې او کوڅې بندې دي او خلکو د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

په پلازمېنه تاشکند او د ازبکستان په نورو لویو ښارونو کې پرون له پخواني شوروي اتحاد څخه د دې هېواد د خپلواکۍ کلېزه د اسلام کریموف په غیاب کې ولمانځل شوه.

ځینو امنیتي سرچینو د ازادي راډیو ازبکي څانګې ته ویلي دي چې د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایوف هم سمرقند ته تللی دی.

په همدې حال کې د اسلام کریموف لور لاله کریمووا پر ټولنیزو شبکو په یوه پیغام کې لیکلي چې پلار یې ژوندی دی او له دماغي خونریزۍ وروسته د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې دی.