آتمبايېف د وژل شويو قرغز وګړو د ياد څلی پرانیسته

د قرغزستان ولسمشر الماسبېک آتمبايېف د ۱۹۱۶میلادي کال د تزاري روسيې له‎خوا په ډله يېزه توګه وژل شويو قرغز وګړو د ياد څلی پرانیسته.

اتمبايېف نن په بشکيک کې د مراسمو پرمهال وويل چې دغو خلکو د خپلې خاورې د آزادولو لپاره ملي پاڅون کړی وو.

روسيه او قرغزستان له يو بل سره شريک تاریخ لري او په راتلونکي کې به يې هم ولري.

د لومړۍ نړيوالې جګړې پرمهال، روسيې پرېکړه وکړه چې د منځني ختيځ له اوسېدونکو به یوه بې وسلې ځواک جوړ کړي چې د مزدورانو په توګه به خندقونه او کلاوې جوړوي.

ګڼ شمېر قزاق او قرغز وګړو له تګه ډډه وکړه او د روسي چارواکو پر وړاندې يې په ښکاره بغاوت وکړ.

ويل کيږي له يولک څخه تر دوه لکه او اويا زرو پورې قرغز د تزاري روسيې د جزايي ځواکونو له‎خوا ووژل شول او زرګونو نور د چين شينجن سيمې ته وتښتېدل.

تېره مياشت په قرغزستان کې جوړ شوي يوه کمېسيون وويل چې د هغه وخت وژنې، قتل عام وو.