د قزاقستان په آقتېپه ښار کې يو کس ځکه توقيف شوی چې په روسيه کې يې د تروريستي حملو د لړۍ غوښتنه کوله.
محکمې د سېپټمبر په دوهمه ويلي چې په ۱۹۸۲میلادي کال کې زېږېدلي الماس عبدي رايېف په څلورو کاله او اته مياشتو بند محکوم شوی دی.
د محکمې په وينا، عبدي رايېف خپل دوه شناخته قانع کړي وو چې په سوريه کې د روسي پوځ د عملیاتو د غچ اخېستلو په خاطر په روسیه کې تروريستي حمله وکړي.
د چهارشنبې په ورځ قزاق چارواکو ويلي چې په اقتيپه سيمه کې يې ۱۱ اسلامي سختدريځي نیولي دي.