د ښځو هغه ډله چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین يې د بسلان په ښوونځي کې د ټولوژنې مسئول باله، په سيمه کې د کارکولو يا په نقدي جريمه محکومې شوي دي.
په بسلان کې محکمې نن وويل چې دغو ښځو د خلکو په راټولولو سره له قانونه سرغړونه کړې ده.
له دغو ښځو درې په سيمه کې په کارکولو محکومې شوي او پر دوو نورو په شل زره روبل نقدي جریمه لګولې ده.
يوه بله ښځه چې د پر کميس يې د پوتين ضد شعاورنه نه وو لیکل شوي خو هلته د ملاتړ لپاره درېدلې وه، په شل ساعته کار محکومه شوه.
دغو ښځو د سېپټمبر په لومړې نېټه د بسلان د ۲۰۰۴میلادي کال د غمېزې په اړه لاريون کړی وو.
په دغه پېښه کې ۳۳۴ کسان ووژل شول چې پهکې ۱۸۶ زده کوونکي شامل وو.