د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام یا "ډبلیو.اېف.پي" چارواکي افغانستان لپاره د مالي سرچېنو په کمښت اندېښنه څرګندوي.
د "ډبلیو.اېف.پي" عمومي مشره ارټارین کازین وایي، افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له یو شمېر تمویلونکو سرچېنو سره هم خبرې کړي څو د مالیې منابعو موضوع په پام کې ونیسي.
مېرمن کازین چې کابل ته د یوه څلور ورځني سفر په پای کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کېدل او د مالیې منابعو کمښت د دوی له اساسي اندېښنو څخه دي.
مېرمن کازین زیاته کړه:
"زما لویه او اساسي اندېښنه افغانستان لپاره د مالیې منابعو محدودېدل دي، په ځانګړي توګه افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل دا ټول هغه مسائل دي چې موږ ته یې اندېښنې راپیدا کړي دي. "
سره له دې چې مېرمن کازین په افغانستان د مرستو د دوام ژمنه وکړه خو ویې ویل چې "ډبلیو.اېف.پي" په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو دوام لپاره په روان کال کې ۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.
د "ډبلیو.اېف.پي" عمومي مشره ارټارین کازین وایي چې کابل ته یې د خپل سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره د "ډبلیو.اېف.پي" په ژمنو او له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو په موضوع خبرې کړي.
مېرمن کازین وویل چې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې په اړه هم خبرې شوي دي.
دی وايي:
"هغه افغانان چې له پاکستان څخه راستنېږي او دا چې دوی سره باید څه ډول مرسته وشي پهدې اړه موږ خبرې کړي، تراوسه تقریباً ۷۲ زره کسانو وضعیت ارزیابي شوی او د ملګرو ملتونو د یو شمېر نورو ادارو په مرسته به موږ د دوی په برخه کې خپلې ارزونې ته دوام ورکړو، دوی پرته له هېڅ څه نه او په ډېر ناوړه وضعیت کې افغانستان ته راځي او ډېرو ستونزو سره مخ دي."
د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام یا "ډبلیو.اېف.پي"د ۱۹۶۳میلادي کال را پهدې خوا افغانستان کې فعالیت کوي.
د دغه سازمان چارواکي وایي، سره له دې چې افغانستان لپاره د دوی مالیې سرچېنو یوازې د روان کال د سېپټمبر میاشتې تر اخره پورې دي خو هیلهمند دي چې تمویلونکو هېوادونه به له دوی سره مرسته وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ